کورپاڼه / روغتيا / که سهار ژر له خوبه پورته شو؛ د ژور خپګان خطر مو کمېږي

که سهار ژر له خوبه پورته شو؛ د ژور خپګان خطر مو کمېږي

امریکایي ساینسپوهانو موندلې، هغه کسان چې د شپې ژر وېده کېږي او سهار ژر پورته کېږي، د هغوی په پرتله یې د ژور خپګان خطر لږ وي چې ځنډ سره وېده کېږي او بیا ناوخته راپورته کېږي.

څېړونکو دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې کله چې یې د اته نیمو لکو کسان د وېده کیدو او راویښېدو عادتونه او ژور خپګان له مطالعې لاندې ونیول.

د څېړنې له مخې ویل کېږي که څه هم دې ټولو کسانو په بشپړ ډول خوب (له اوو تر اتو ساعتونو) کړی و، خو په هغه کسانو کې چې د شپې به ژر نه وېده کیدل او بیا په سهار کې تر ناوخته وېده ول، په دوی کې د ژور خپګان خطر ډېر و.

یوازې دا نه بلکې هغه کسانو چې د وېده کېدو او پورته کېدو عادتونو کې یې بدلون راوست او د ژر وېده کېدو او پاڅېدو عادت یې خپل کړ، په هغوی کې د یوازې یو ساعت په توپیر هم د ژور خپګان خطر تر ډېره کم شو.

که څه هم په ځنډ سره پورته کیدل د ژور خپګان سبب نه دی ګڼل شوی، خو دومره څرګنده شوې چې د بشپړ خوب ترڅنګ سهار کې ژر پورته کیدل هم ډېرې زیاتې ګټې لري.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …