کورپاڼه / جالب / د فرانسې یو اوسیدونکې ددې هیواد ولسمشر امانویل ماکرون په څپېړه وهلی+ویډیو

د فرانسې یو اوسیدونکې ددې هیواد ولسمشر امانویل ماکرون په څپېړه وهلی+ویډیو

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ددې هیواد یو اوسیدونکې د عامو خلکو ترمخ په څپېړه وهلی او ددې پېښې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوې.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون په یو سفر ددې هیواد د ډروم په نوم یو سیمې ته تللی و او غوښتل یې چې له خلکو سره لیدنه وکړي.

راپورونه وایي کله چې امانویل ماکرون له ښه راغلاست کوونکو سره لیدنه کوله، په دې دوران کې یو ځوان لومړی له نوموړي سره ستړي مشي وکړه او له هغې وروسته یې په چپېړه وواهه.

ویل کېږي چې امانویل ماکرون ته د څپېړې له ورکولو وروسته سمدستي امنیتي کسان پر ځوان راټول شول او ولسمشر یې خوندي ځای ته ورساوه.

بل لوري ته ویل کېږي چې امنیتي کسانو هغه ځوان نېولی، خو تر اوسه پورې نه ده معلومه شوې چې ولې یې امانویل ماکرون د څپېړې ګوزار وکړ او دا هم نه ده څرګنده چې دغه ځوان څوک دی.

 

دا هم ولولئ

په مصر کې ترټولو غټ او درې زره کاله پخوانی ښار موندل شوی

د مصر لرغون پېژندونکو ددې هیواد له پایتخت قاهرې څخه لېرې درې زره کاله پخوانی …