کورپاڼه / اسلام / د مسلمانانو هغه خلیفه چې د اغوستلو لپاره یې یوازې یوه کورتۍ لرله

د مسلمانانو هغه خلیفه چې د اغوستلو لپاره یې یوازې یوه کورتۍ لرله

کله عمر بن عبدالعزیز خلیفه شوی نه و، نو دومره مال او شتمني یې لرله چې اندازه کول ستونزمن ول، خو کله چې د خلافت چارې ور تر غاړې شوې نو ټول شتمني یې حتی د میرمنې ګاڼه یې هم بیت المال ته ورکړه او دومره ساده ژوند یې پیل کړ چې مثال یې نه موندل کېږي.

عمر بن عبدالعزیز چې د بنو امیه له کورنۍ څخه د خپل خلافت پرمهال له ټولو هغه کسانو چې ځمکې او د بیت المال شتمني په زور نېولې وه، بېرته واخیسته او بیت المال ته یې وسپارله.

مسلمه بن عبدالملک وایي چې زه د عمر بن عبدالعزیز پوښتنې ته ورغلم نو و مې لیدل چې یوه خیرنه کورتۍ یې په تن وه، ما مې خپلې خور یعنې د هغه میرمنې ته وویل، چې دا کورتۍ ولې نه وینځې، نو هغې وویل چې بل کورتۍ نه لري.

د عمر بن عبدالعزیز غلام ابو امیه وایي چې ما یوه ورځ ورته وویل چې حضور د دالو په خوړو، خوړو خو نور تنګ شوم، هغه راته وویل چې حضور دې هم هره ورځ دال خوري. یوه ورځ عمر بن عبدالعزیز خپل میرمنې ته وویل چې انګورو ته مې زړه کېږي که درسره وي نو را یې کړه. میرمنې یې ورته وویل له ماسره خو لږ هم نشته او ته چې د مسلمانانو مشر یې له تاسې سره دومره څه نشته چې انګور پرې واخلې او و یې خورې. عمر بن عبدالعزیز وفرمایل چې په زړه کې د انګورو هیله وړل له دې غوره دي چې سبا د دوزخ زنځیرونه وخورم.

رجاء بن حیات وایې چې یوه ورځ له عمر بن عبدالعزیز سره ناست وم چې څراغ ګل یا بند شو، هلته نږدې یو غلام وېده و ما غوښتل چې راپورته یې کړم، خو منع یې کړم، بیا مې غوښتل چې خپله پورته شم او څراغ روښانه کړم خو هغه وویل چې میلمه ته تکلیف ورکول ښه کړنه نه ده. خپله پورته شو په څراغ کې یې تېل واچول او بېرته پخپل کېناست او و یې ویل زه اوس هماغه عمر بندالعزیز یم لکه څنګه چې وړاندې وم.

دا هم ولولئ

حدیث شریف: له پردۍ ښځې سره په یوازیتوب کې له کتلو غوره دي چې په سر میخ ووهل شي

ډېر شمېر نارینه یا ښځینه دا کړنه ډېره عادي ګڼي چې د یوې غیر محرم …