کورپاڼه / خپلواک / کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې ته ۳ نور غړي هم ورزيات کړل
ريیس، دولت او قيام کاکړ

کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې ته ۳ نور غړي هم ورزيات کړل

خپلواک وېبپاڼه (۱۰ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ بورډ په خپل يو خبر کې ويلي دي، چې د غوراوي کمېټې ته يې درې نور غړي هم ورزيات کړي دي.

د کرکټ بورډ له پاڼې په خپاره شوي خبر کې ويل شوي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه چې مخکې يې درې غړي درلودل اوس يې غړي پنځوو ته زيات شول او همدا راز يو غړی بيا له غوراوي کمېټې څخه هم ليرې شوی دی.

په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي: په دغه لړ کې رييس احمدزی، دولت احمدزی او قيام کاکړ د غوراوي کمېټې نوي غړي شول، همدا راز د پخوانيو غړو له برخې بيا مجاهد ځدراڼ د غوراوي کمېټې څخه ليرې شو. همدا راز د غوراي کمېټې په غړيو کې باچا حسېن او انډي مولز هم دي، چې انډي مولز د غوراوي کمېټې مشرتوب هم په غاړه لري.

په خبر کې ويل شوي، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي وويل، چې غوراوي کمېټه همېشه بايد بې پرې او خپلواکه وي، د همدې لپاره درې نوي غړي دغه کمېټې ته معرفي شول، تر څو د نورو لوبډلو پر وړاندې د ملي لوبډلې د سياليو لپاره هغه لوبغاړي غوره کړي چې افغان لوبډله بريا ته ورسوي.

نوموړي همدا راز يو ځل بيا پر لوبغاړو غږ وکړ، چې بايد پر خپل تکړښت، وړتيا، فټنس او د کرکټ لوبې پر ټولو اصولو ځان برابر کړي. نوموړي همدا راز د غوراوي کمېټې له نوو غړيو څخه هيله وکړه چې خپله خپلواکي دې وساتي او د لوبډلو لپاره دې لوبغاړي په وړتيا انتخاب کړي.

د يادولو ده چې دولت احمدزی او ريیس احمدزی د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د غوراوي کمېټې مشران هم پاتې شوي دي او قيام کاکړ د افغانستان د الف لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د روزونکي په توګه کلونه تجربه لري.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …