کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د کرکټ هغه لوبغاړي چې د لوبې پرمهال مړ شوي

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د لوبې پرمهال مړ شوي

کرکټ یوه داسې لوبه ده چې د لوبو په نړۍ کې له فوټبال وروسته ډېر مینوال لري، خو دې لوبې د ځینو لوبغاړو په ارمانونو خاورې هم اړولي او مړه کړي، چې په دې لوبغاړو کې ډېر یې د انګلستان لوبغاړي دي.

په دې لوبغاړو کې ترتولو کم عمره لوبغاړی د انګلستان آرتر ایروم و، چې توپ اچونه یې کوله او یوازې د اوولس کلنو په عمر کله چې یې توپ په سر ولګید، مړ شو. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې چې هغه لوبغاړي در وپېژنو چې د لوبې پرمهال مړه شوي.

کلاډ ویلسن

کلاډ ویلس د انګلستان اوسیدونکی و، لومړی یې فوټبال کاوه خو فوټبال یې له شوقه کاوه او په ۱۸۸۰ کال د اکسفورډ پوهنتون د د فوټبال د لوبډلې غړی و. خو بیا یې ترڅو کلونو فرسټ کلاس کرکټ پیل کړ، چې د توپ وهنې ترڅنګ یې ویکټ ساتنه هم کوله. کلاډ ویلسن د ۱۸۸۱ کال په جون کې د یوې لوبې پرمهال جل یا ګرمۍ وواهه خو کله چې روغتون یوړل شو هلته د (۲۳) کلونو په عمر مړ شو.

فریډرک رینډن

فريډرک رینډن په ۱۸۴۵ کال په انګلستان کې زېږېدلی، پنځلس فرسټ کلاس لوبې یې د یو الراونډر په حیث ترسره کړي او همدغه راز لوبه څارنه یې هم کړې. که څه هم یو توپ وهونکی نه و خو د توپ اچونې سرعت یې ډېر تېز و، نوموړی د ۱۷.۷۰ منډو په اوسط ۳۷ ویکټې پخپل نوم کړي، خو په ۱۸۸۱ کال د لارډز په لوبغالي پر سر په توپ ولګید، چې ډېر سخت ټپي شو او د ۱۸۸۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې مړ شو.

ارتر ایروم:

دا هم د انګلستان لوبغاړی و، نوموړی د یوې لوبې پرمهال پر سر په توپ ولګید او ددې لامل وګرځید چې د ۱۷ کلنۍ په عمر ومري.

عبدالعزیز

دا یو پاکستانی لوبغاړی و چې په ۱۹۴۱ کال په کراچۍ کې زېږېدلی و، دی پیلونکی لوبغاړی او ویکټ ساتونکی و. عبدالعزیز اته فرسټ کلاس لوبې کړې وې او د لوبې پرمهال یې توپ په سر ولګید او په اتلس کلنۍ کې ومړ.

مایکل انسیورت:

دا لوبغاړی په ۱۹۲۲ کال په بریتانیې کې زېږېدلی و، ښه لاسی توپ وهونکی و او په کاونټي کرکټ کې یې سلیزې هم وهلې وې. نوموړي په ۱۹۶۴ کال وروستی فرسټ کلاس لوبه ترسره کړه او د ۵۶ کلنۍ په عمر په لندن کې د لوبې پرمهال مړ شو.

ولف سلیک

ولف د انګستان تور پوستی لوبغاړی و، په ۱۹۵۴ کال زېږېدلی و او د لوبې پیلوونکی توپ وهونکی و، نوموي درې ټیسټ او دوه یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړي. ولف لومړنۍ لوبه د ویسټ اندیز پر وړاندې ترسره کړه. نوموړي ټولې ۲۳۷ فرسټ لوبې ترسره کړي. خو یوه حیرانوونکې ناروغي لرله یعنې کله به یې چې لوبه کوله پر سترګو به یې تیاره راتله. همدغه ډول په ۱۹۸۹ کال یې پر سترګو تیاره راغله او په ۳۴ کلنۍ کې ومړ.

ایان فولي

ایان فولي نه یوازې ښي لاسی توپ وهونکی و بلکې ډېر ښکلی هم و، نوموړی په بریتانیې کې زېږېدلی و. په لومړیو کې لږه تیزه توپ اچونه هم کوله خو وروسته یې بیا ورو توپ اچونه پیل کړه. په ۱۹۸۲ کال فرسټ کلاس کرکټ پیل کړ او په دوو کلونو کې یې ۱۲۹ ویکټې ترلاسه کړې او غوره توپ اچونه یې د ۵۷ منډو په بدل کې ۱۲ ویکټې ترلاسه کول دي. ایان فولي د کاونټي لوبې پرمهال په توپ پر مخ ولګید چې بیا روغتون ته یوړل شو او هلته د عملیاتو پرمهال ومړ.

رامن لامبا

رامن لامبا په ۱۹۶۰ کال د هند په میرټ کې زېږېدلی و،   ۴ ټیسټ او ۳۲ یوه ورځنۍ لوبې یې کړې وه او د بنګله دیش د پریمیر لیګ مشهور لوبغاړی و. نوموړي د بنګله دیش په پریمیر لیګ کې چې په ډاکه کې کیده، د توپ نېونې پرمهال چې شاټ لیګ کې ولاړ و او هیلمټ یې نه و اچولی پر تندي په توپ ولګید، چې بیا روغتون ته یوړل شو او هلته یې عملیات هم ترسره شول خو ګټه یې ونه کړه او د ۳۸ کلنۍ په عمر ومړ.

دا هم ولولئ

نیوزیلېنډ او هند

د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه: هند په ۲۱۷ منډو وسوځېد او نیوزیلېنډ توپوهنه کوي

د ای سي سي د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه چې نن یې دریمه ورځ ده، …