کورپاڼه / جالب / لرغون پوهانو د ډیناسور په اړه داسې حیرانوونکې موندنې کړي چې خپله هم ورته ګوته په غاښ دي

لرغون پوهانو د ډیناسور په اړه داسې حیرانوونکې موندنې کړي چې خپله هم ورته ګوته په غاښ دي

لرغون پوهان په استرالیا کې د نړۍ د ترټولو غټ ډیناسور داسې پاتې شوني موندلي چې پخپله هم ورته حیران پاتې دي.

د بهرني خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې لرغون پوهانو د استرالیا په جنوب ختیځ کوینزلینډ کې د ۹۶ میلونه کاله پخواني ډیناسور چې د نړۍ ترټولو غټ ډیناسور دی، پاتې شونې موندلي.

په راپور کې ویل شوي چې دغه ډیناسور نوي میلونه کاله وړاندې همدلته اوسیده او له پاتې شونو معلومېږي چې اوږدوالی یې له پنځه ویشتو تر دیرشو میترو پورې رسیده. همدغه راز وزن یې اوه شپته ټنه او له ځمکې یې تر لکۍ له پنځو تر شپږو میترو پورې ریکارډ شوې.

لرغون پوهان په دې باور دي چې دا د ډیناسور د کورنۍ نوی ډول دی چې (کوپر) نوم یې ورکړی. له دې وړاندې هم د کوپر د نسل ډیناسورو پاتې شوني موندل شوې خو د (جارج) نوم ورکړل شوی و او د هډوکو د خرابوالي په سبب یې څېړنې ستونزمنې وې.

د یادولو وړ ده چې د نړۍ ترټولو غټ ډیناسور پیټاګوټیټان ته هم ویل کېږي، چې پاتې شوني یې له سویلي امریکا ترلاسه شوې وې او لرغون پوهانو وایی چې کوپر هم پیټاګوټیټان کورنۍ پورې اړه لري.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …