کورپاڼه / اسلام / آب حیات څه شی دی، آیا خضر علیه السلام ژوندی دی؟

آب حیات څه شی دی، آیا خضر علیه السلام ژوندی دی؟

د حضرت خضر علیه السلام نوم بلیا او کنیت ابو العباس او د پلار نوم یې ملکان دی. بلیا د سریاني ژبې کلمه ده چې په عربي کې احمد ته وایي او خضر یې لقب دی چې مانا شین والی یا شنه کیدل. ویل کېږي چې دا به چېرته کېناست هلته به شین والی راپیدا شو.

حضرت خضر علیه د حضرت ذوالقرنین د خاله زوی، وزیر او د ځنګلونو ساتونکی و. په تفسیر صاوي کې راځي چې ذوالقرنین د ابراهیم علیه السلام په لاس اسلام قبول کړ او ځینې لارښوونې یې هم ورته کړې وې.

خو پوښتنه داده چې ایا خضر علیه السلام ژوندی دی؟ په دې اړه جمهور علماء وایي چې هغه ژوندی دی او له موسی علیه السلام سره هم لیدلي او د موسی علیه السلام دور له ابراهیم علیه السلام څخه څو سوه کاله وروسته دور دی.

دا هم ویل کېږي چې حضرت خضر او الیاس دواړه ژوندي او هر کال د حج په وخت سره ویني او دا هم ویل کېږي چې خضر علیه السلام په آب حیات غسل کړی او اوبه یې څښلي. په تفسیر صاوي کې راځي حضرت خضر د نبي علیه السلام زیارت هم کړی نو صحابي هم دی.

خو آب حیات څه شی دی؟ په دې اړه هم ځینو وایي چې دا یو افسانه ده او ذکر یې په قران او حدیثونو کې نشته، خو ځینو بیا وایي چې ذوالقرنین په پخوانیو کتابونو کې لوستي ول که چېرته د سام بن نوح له اولادې څوک د حیات له چېنې اوبه وڅښي نو هغه به نه مري. دوی روان شو او خضر هم ورسره و چې آب حیات چېنې ته ورسیدل او اوبه یې هم وڅښلي خو د ذوالقرنین نصیب نه و او هغه ترې پاتې شو.

دا هم ولولئ

حدیث شریف: له پردۍ ښځې سره په یوازیتوب کې له کتلو غوره دي چې په سر میخ ووهل شي

ډېر شمېر نارینه یا ښځینه دا کړنه ډېره عادي ګڼي چې د یوې غیر محرم …