کورپاڼه / جالب / سعودي عربستان پرته له ستنو د نړۍ ترټولو لویه ګنبد جوړه کړې

سعودي عربستان پرته له ستنو د نړۍ ترټولو لویه ګنبد جوړه کړې

سعودي عربستان د نړیوالو کانفرانسونو یا غونډو، پروګرامونو او د نورو مراسمو لپاره په ساحلي ښار جده کې د نړۍ ترټولو لویه ګنبد تیاره کړې ده.

د سعودي عرب د رسنیو د راپورونو له مخې ادعا کېږي چې دغه ګنبد پرته له ستنو څخه جوړ شوي او د خپل نوعیت له مخې په ټوله نړۍ کې ترټولو لویه ګنبد ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې د مکې مکرمې والي شهزاده خالد الفیصل به نن ورځ چهار شنبه په یاد ګنبد کې د ډیجیټل پروژو د نندارې د پرانیستې مراسم ترسره کړي.

راپورونه وایي چې دغه ګنبد د داخل له طرفه څلور دیرش زره مربع میترو څخه ډېر پراخوالی لري او لوړوالی یې بیا تر شپږ څلویښت میترو پورې رسېږي.

همدغه راز دغه ګنبد د دوه سوه، شلو میترو په شاوخوا کې قطر لري، چې په یو وخت کې به پکې د پنځه زره او دوه سوه موټرو د پارک کولو ځای ولري.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …