کورپاڼه / روغتيا / ورځ مو په دې ډول پیل کړئ او ټوله ورځ ښه واوسئ

ورځ مو په دې ډول پیل کړئ او ټوله ورځ ښه واوسئ

که د سهار له پاڅېدلو سره خپل ورځ په مثبتو عادتونو سره پیل کړو نو ټوله ورځ به مو ښه او خوندوره وي، خو ځینې کسان بیا داسې وي چې ورځ یې په منفي عادتونو پیلېږي او په دې ډول یې ټوله ورځ په ستړیا تېرېږي.

روغتیا پالان او ورزشي کارپوهان ځینې داسې لارې چارې په ګوته کړي چې په مرسته یې خپله ورځ ښه پیلولی شو. دوی وایی چې منفي عادتونه د انسان د روغتیا لپاره دښمن وي نو باید ترې ځان وژغورو، هغه که په ورو ډول هم وي.

په سباناري کې هغه څه خوړل چې د روغتیا لپاره زیانمن وي:

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې په سهار کې باید په بشپړ ډول خوراک وشي، چې کاربز، پروټین او فایبر ولري، خو له مساله لرونکو توکو باید ډډه وشي. همدغه راز کافین لرونکي توکو څخه ځان ساتنه اړینه وي او د مېوو او له مېوو څخه جوړ شوی شربت ګټور تمامېږي.

ژر کار ته تلل او پاکوالي ته نه پاملرنه:

سهار د الارم په وهلو سره دویم ځل وېده کېدل د هوښیارۍ کار نه دی، که داسې وکړئ نو د سباناري او پاکوالی وخت به مو ضایع کړی وي. روغتیایي کارپوهان وایي په دې سره منفي فکر پیدا کېږي او د نه پاکوالی په سبب د نورو ترمخ د شرمندګۍ احساس پیدا کېږي، خو که چېرته په سم ډول ځان تیار کړئ نو ټول ورځ به مو مثبته وي.

د ورځې د کارونو نوملړ جوړ کړئ.

کله چې له خوبه پورته شوئ ټول کارونه ته وخت په نظر کې ونیسئ، په آرام سره فکر وکړئ، د تېرې ورځ په اړه له ځان څخه حساب واخلئ او تېروتنې به سمې کړئ.

سهار له پورته کېدو سره سم د موبایل کارول:

په سهار کې له خوب څخه د پورته کیدو وروسته سمدستي موبایل یا ټولنیزې رسنۍ کتل د روغتیا لپاره په ځانګړي توګه د سترګو او دماغو لپاره زیانمن وي.

ورزش کول:

ددې لپاره چې د ورځې پیل مو ښه وي، لږ تر لږه دیرش دقیقې قدم ووهئ او په دې دوران کې د خپلې خوښې موسیقي یا سندرې واورئ.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …