کورپاڼه / خبرونه / څلور کاله وړاندې په همدې ورځ، د راشد خان تر ټولو غوره او زبردسته توپ اچونه
راشد خان ۹ جون

څلور کاله وړاندې په همدې ورځ، د راشد خان تر ټولو غوره او زبردسته توپ اچونه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان له نن څخه څلور کاله وړاندې په همدې ورځ د خپل کیریر تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړې وه.

نوموړي د ویسټ انډیز پر وړاندې دا کارنامه ترسره کړې وه، چې نه یوازې د هغه د کیریر غوره توپ اچونه وه، بلکې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې هم څلورمه غوره توپ اچونه ده.

د ۲۰۱۷ کال د جون په ۹مه نېټه افغانستان د ویسټ انډیز سره لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه چې افغانستان د ۶ ویکټو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ته د ۲۱۳ منډو هدف وټاکه.

خو د ویسټ انډیز ټوله لوبډله په ۱۴۹ منډو وسوځېده، چې د ۶۳ منډو په توپیر افغانستان بریا خپله کړه او دا ټول کمال د راشد خان و، چې په دغه لوبه کې يې ۷ لوبغاړي وسوځول.

راشد خان په یاده لوبه کې ۸.۴ اورونه ترسره کړل، چې ۱۸ منډې يې ورکړې او ۷ لوبغاړي يې وسوځول، د هغه اکانومي ۲.۰۷ وه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې د راشد خان دا توپ اچونه اوس هم د نړیوالو یو ورځنیو لوبو څلورمه غوره توپ اچونه ده، تر ټولو غوره توپ اچونه بیا چمنداواس ترسره کړې ده، چې په ۸ اورونو کې يې د ۱۹ منډو په بدل کې ۸ لوبغاړي سوځولي دي.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

مجیب الرحمان سبا له خپلې لوبډلې سره یو ځای کېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان کرنټین سبا پای ته رسېږي، …