کورپاڼه / هنر او کلتور / کمال خان ادعا کوي چې د سلمان خان کیریر یې ختم کړ

کمال خان ادعا کوي چې د سلمان خان کیریر یې ختم کړ

د هندي فلمونو نقاد یا کره کتونکی کمال آر خان دعوه کړې چې د سلمان خان فلمي کیریر یې ختم کړ.

کمال آر خان چې د سلمان خان په نوي فلم (رادی) یې منفي نظریات ورکړل، اوس یې هم دا لړۍ روانه ساتلې او له تېرو څو ورځو راهیسې پر ټویټر د سلمان خان پر وړاندې له سپکاوي ډک بیانونه ورکوي.

نن ورځ نوموړي یو ځل بیا ټویټ کړی او ویلي یې دي چې:((د بالیووډ د بدمعاش بایي (ورور) درد یا غم نه شي لیدلی، یوازې یو نقاد یې د بېچاره ټول کیریر ختم کړ.))

کمال آر خان پخپل ټویټ کې د سلمان خان د کیریر په اړه لیکلي چې:((کیریر یې له کومه شو؟ د اداکارۍ په (الف) هم نه پوهیده، بس په زور فلمي ستوری و، خو ما لږ په ځنډ خلک خبر کړل.))

د راپور له مخې ویل کېږي چې سلمان خان د کمال خان د سپکاوي ډکو بیانونو پر وړاندې په ځایي محکمه کې قیضه ثبت کړې. یاده دې وي سلمان خان له دې وړاندې هم د کمال خان پر وړاندې د تور پورې کولو قضیه ثبت کړې ده.

دا هم ولولئ

سونم کپور: پلار مې په رښتیوني ژوند کې هم له یو اتل څخه کم نه دی

د بالیووډ د فلمونو ستوري انیل کپور لور سونم کپور وایي چې پلار یې په …