کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د کافین لرونکو توکو ډېر استعمال د سترګو نظر اغېزمنوي

څېړنه: د کافین لرونکو توکو ډېر استعمال د سترګو نظر اغېزمنوي

د کافین لرونکو توکو د بېلګې په توګه د چایو او کافي له ګټو سره خو ټول اشنا یو، چې دماغو ته آرام وي، د خوب په راوستلو کې ګټور وي او ترڅنګ بې شمېره نورې ګټې هم لري، خو زیانونه یې هم له چا پټ نه دي پاتي.

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د کافین په خوراک یا استعمال او د جینټیکي غبرګون په پایله د ګلوکوما کیفیت لرونکې ناروغۍ رامنځته کېږي او پر سترګو یې د فشار د پرېوتلو په نتیجه کې د سترګو نظر اغېزمن کېږي.

دغه څېړنه چې په نیویارک کې ترسره شوې له پایلو یې څرګنده شوې، هغه ناروغ چې په کورنۍ کې د ګلوکوما تاریخ لري یا یې په کورنۍ کوم څوک په ګلوکوما ناروغۍ اخته وي.

که په ساده ډول سره ووایم که چېرته یې په جینټیکي توګه د ګلوکوما ناروغي وېره په کورنۍ موجوده وه، نو دوی دې له کافین لرونکو مشروباتو څخه ډډه وکړي.

څېړونکې وایی چې دغه ډول کسان که چېرته کافین استعمال کړي نو د ړندېدو خطر یې درې برابره ډېرېدلی شي او ددې څېړنې پایلې په اوپتلولوژي ژورنال کې خپرې شوي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې استعمال یې ویښته ځواکمن، ګڼ او اوږده ساتي

غیر صحت مند او نامناسب خوراک د بدن ترڅنګ د ویښتو لپاره هم زیانمن وي …