کورپاڼه / بېلا بېل / افریقایۍ ښځې په یو ځل ۱۰ ماشومان زېږولي او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړی
افریقایۍ ښځه ۱

افریقایۍ ښځې په یو ځل ۱۰ ماشومان زېږولي او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړی

یوې افریقایۍ ښځې په یو ځل ۱۰ ماشومان زېږولي دي، چې په دې سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړی دی او د مراکش د هغه ښځې ریکارډ یې مات کړی دی، چې هغې په یو ځل ۹ ماشومان زېږولي و.

د افریقایي رسنیو د راپورونو به وېنا، ګوسیم تامارا سیتول په نوم ۳۷ کلنې ښځې ۱۰ ماشومان په یو وخت زېږولي دي، چې ۷ هلکان دي او ۳ پکې نجونې دي.

نوموړې په دې سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ، چې په یو ځل یې زیات ماشومان زېږولي دي او د ریکارډونو نړیوال کتاب ګنیس بک اف ورلډ ریکارډ کې يې هم خپل نوم ثبت کړ.

افریقایۍ ښځه

په راپور کې ویل شوي دي، چې سیتول او د هغې خاوند تیبوهو سوتیستي هیله درلوده چې ۸ ماشومان به یې زېږي، ځکه ډاکټرانو ورته په معاینه کې د ۸ ماشومانو ویلي و، خو کله چې يې ماشومان وزېږېدل، نو هغه ۸ نه بلکې ۱۰ و.

دغه ښځې له یوې ځايي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي، کله چې يې ۱۰ ماشومان وزېږول، نو هېڅ یقین یې نه راتللو او ډېره حېرانه وه، هغه وايي چې اوس یې دردونه نشته دی، خو دا سخته ده، له خدای څخه دعا کوم چې ما او زما اولادونو ته بشپړه روغتیا او ژوند ورپه برخه کړي.

د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې د مراکش یوې ښځې بیا په یو ځل سره ۹ ماشومان زېږولي و، چې دا هم یو نړیوال ریکارډ و، چې هغه ښځې درلود.

دا هم ولولئ

پاکستانی ملا

پاکستاني ملا ۳ ښځې طلاقې کړې او یوې ماډرنې نجلۍ سره یې واده وکړ

په دې وروستیو کې د یو پاکستاني ملا او د هغه د ماډرنې ښځې عکسونه …