کورپاڼه / خبرونه / په سعودي عربستان کې به لوی اختر کله وي؟ وړاندوینه یې وشوه

په سعودي عربستان کې به لوی اختر کله وي؟ وړاندوینه یې وشوه

د سعودي عربستان ستور پېژندونکو وړاندوینه کړې او ویلي یې دي، ډېر امکان شته چې لوی یا د قربانۍ اختر به د جولایۍ د میاشتې په شلمه نیټه وي.

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ددې هیواد ستور پېژندونکو او د القصیم پوهنتون پخوانی استاد عبدالله المسند وایي چې د ذی الحجې لومړۍ نیټه به د جولایۍ په یوولسمه نیټه وي او اختر به د جولایۍ په شلمه ولمانځل شي.

استاد عبدالله المسند وایي چې:((دا ځل به د ذی القعدې میاشت دیرش ورځې وي او د جولایۍ په لسمه نیټه د شنبې په ورځ به میاشت تر پنځه دیرش دقیقو پورې د لمر لویدو وروسته ښکاره شي.))

نوموړی وایي چې د هجري کال دولسمه میاشت د ذی الحجې لومړۍ نیټه به د جولایۍ په یوولسمه د یکشنبې په ورځ وي او د عرفې ورځ به د دوشنبې په ورځ د جولایۍ په نوولسم او اختر به د جولایۍ په شلمه د سې شنبې په ورځ وي.

بل لوري ته یو بل ستور پېژندونکو ابراهیم الجروان هم هیله څرګنده کړې چې لوی اختر به د جولایۍ په شلمه د سې شنبې په ورځ وي.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

مجیب الرحمان سبا له خپلې لوبډلې سره یو ځای کېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان کرنټین سبا پای ته رسېږي، …