کورپاڼه / سياست او روانې چارې / له یو لورې د بیټ کواین قیمت لوېدلی، بل لوري ته ټرمپ وایي چې بیټ کواین ټول چل، ول دی

له یو لورې د بیټ کواین قیمت لوېدلی، بل لوري ته ټرمپ وایي چې بیټ کواین ټول چل، ول دی

یو ځل بیا د ډیجیټل کرنسۍ بیټ کواین په قیمت کې تر ډېره حده کمښت ریکارډ شوی او بل لوري ته د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه کرنسۍ چل، ول او دوکه ګڼلي.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د تېرې سې شنبې په ورځ د یو بیټ کواین تر دیرش زرو ډالرو ته ورسیده، چې په دې سره یې په قیمت کې دیرش سلنه کمښت راغی او ارزښت یې ۱۱.۲ سلنه ښکته شو.

بل لوري ته د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیټ کواین د ډالرو خلاف ګڼلي او ویلي یې دي چې دا لوی چل، ول او دوکه ده.

ټرمپ وایي چې د بیټ کواین په مرسته ځینې قوتونه غواړي چې د امریکایي کرنسۍ ارزښت په دوامداره توګه کم کړي. دی وایي چې غواړي ډالر په نړیواله توګه اسعار وشمېرل شي او هغه کرنسۍ یې نه دي خوښې چې د ډالرو سره سیالي کوي.

د یادولو وړ ده چې د بیټ کواین ارزښت له تېرې میاشتې راهیسې په دوامداره توګه له کمښت سره واقع کېږي.

دا هم ولولئ

مفتي عزیزالرحمان او مولانا عبدالعزیز

مولانا عبدالعزیز: مفتي عزیزالرحمان دې د مینار پاکستان نه ښکته راوغورځولی شي

د پاکستان د سور جومات (لال مسجد) او مدرسې مشر مولانا عبدالعزیز وايي، چې مفتي …