کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: له پاکستان سره په لوبو کولو سره به زموږ ترمنځ مینه او درناوی زیات شي
راشد خان ۹ جون ۱

راشد خان: له پاکستان سره په لوبو کولو سره به زموږ ترمنځ مینه او درناوی زیات شي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان یو ځل بیا له پاکستان سره د لوبو کولو خبره کړې ده او ویلي یې دي، چې له دې سره به زموږ ترمنځ مینه او درناوی زیات شي.

راشد خان چې اوسمهال په ابوظهبي کې دی، چېرته چې به نن د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره ولوبېږي، تېره ورځ یې له یوې پاکستاني رسنۍ سره مرکه کړې ده.

راشد خان په خپله مرکه کې ويلي دي، چې که د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټېسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې ترسره شي، نو د دواړو هېوادونو اړیکې به ورسره پرمختګ وکړي او لوبغاړي به تجربه ترلاسه کړي.

هغه همدا راز زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ چې د کرکټ لوبې زیاتې ترسره شي، نو له دې سره به د لوبغاړو ترمنځ مینه او درناوی هم زیات شي.

راشد خان دا هم وویل، چې ورزش د هېوادونو ترمنځ یووالي راولي او موږ ته هم پکار دي چې کرکټ د یووالي لپاره په کار راولو، نه دا چې د بېلتون او لیرې والي لپاره.

دا هم ولولئ

حسن علي

اسلام اباد د پېښور لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه

د پاکستان سوپر لیګ په دویمه ایلیمینیټر لوبه کې د کمزوري پیل وروسته د اسلام …