کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / نن پاکستان سوپر لیګ پیلېږي، لومړۍ لوبه د راشد خان لوبډله کوي
اسلام اباد او لاهور قلندرز

نن پاکستان سوپر لیګ پیلېږي، لومړۍ لوبه د راشد خان لوبډله کوي

له اوږده انتظار وروسته نن د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) د شپږم پړاو پاتې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په ابوظهبي کې پیلېږي.

لومړۍ لوبه د اسلام اباد یونایټیډ او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، دا بیا عمومي ۱۵مه لوبه ده چې د افغانستان په وخت به ۸:۳۰ بجې پیل شي.

که چېرته د دواړو لوبډلو پخوانیو لوبو ته وکتل شي، نو په تېرو پنځه لوبو کې لاهور قلندرز هېڅ بریا نه ده خپله کړې او اسلام اباد په پنځه واړه لوبو کې لاهور ته ماتې ورکړې ده.

خو په روان لیګ کې به دا بیا د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه وي، تر دې مخکې دواړو لوبډلو ۴-۴ لوبې ترسره کړې دي او ۳-۳ لوبو کې یې بریا خپله کړې ده.

که د جدول خبره وشي، نو د کراچۍ کنګز لوبډله لومړۍ، پېښور زلمي دویم، اسلام اباد یونایټیډ دریم او لاهور قلندرز څلورم دي، چې ټولې لوبډلې ۶-۶ نومرې لري، همدا راز ملتان سلطانز او کوټه ګلیډیټرز بیا دوه دوه نومرې لري.

احتمالي لوبډلې:

لاهور قلندرز: فخر زمان، سهیل اختر (لوبډلمشر)، کالم فیرګوسن، محمد حفیظ، بین ډنک (ویکټ ساتونکی)، جیمس فولکنر، اغا سلمان، راشد خان، شاهین اپریدی، احمد دانیال او حارث روف.

اسلام اباد یونایټیډ: عثمان خواجه، کولین مونرو، رحیل نظیر (ویکټ ساتونکی)، برینډن کنګ \ علي خان، شاداب خان (لوبډلمشر)، اصف علي، حسین طلعت، افتخار احمد، فهیم اشرف، حسن علي او فواد احمد.

دا هم ولولئ

ای پي ايل: حېدراباد به د چینای مخکښه لوبډله ماته کړای شي؟

نن په ای پي ایل کې سنرایزرز حېدراباد له چینای سوپر کنګز لوبډلې سره مخ …