کورپاڼه / روغتيا / د دماغي رسولۍ یا ټیومر نښې، نښانې کومې دي؟

د دماغي رسولۍ یا ټیومر نښې، نښانې کومې دي؟

نن ورځ په ټوله نړۍ کې له دماغي رسولۍ یا ټیومر څخه د ژغورلو ورځ لمانځل کېږي. ویل کېږي چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې په هر یو لکو کسانو کې دوه یا درې یې د دماغي ټیومر یا رسولۍ ښکار وي.

د روغتیا نړیوال اداره وایي چې په دې ناروغۍ د ښځو په پرتله نارینه ډېر اخته دی. دوی وایي دغه ناروغي ورځ تر ورځې په زیاتېدو ده او ۲۰۳۵ کال به په ټوله کې له پنځه ویشت ډېر کسان پرې اخته وي.

روغتیایي پوهانو تر اوسه پورې ددې ناروغۍ سببونه نه دي په ګوته کړي خو ډېر بهرني او جینټیکي عوامل دا ناروغۍ رامنځته کولی شي. دوی وایي چې د دماغي رسولۍ ترټولو لوی سبب په ماشومتوب وړانګو ته وخت تېرول دي، چې په دې کې د موبایل وړانګې ترټولو مهم رول لوبوي.

د دماغي رسولۍ یا ټیومر لومړنۍ نښې، نښانې:

۱- سر درد: د سر درد ډېر سببونه لري خو که چېرته دوامداره و او نورې نښې، نښانې لري.

۲- بې هوښي: که چېرته په ناڅاپي ډول درباندې بې هوښي راغله نو دا نښه د دماغي ټیومر ګڼل کېږي.

۳- د خوند او بویولو کې حس کې کمښت: په ناڅاپي ډول د خوند، بوی او لوږې ختمېدل د دماغي رسولۍ نښه وي.

۴- په اورېدو او لیدلو کې کمښت: که چېرته پرته له کوم سبب په اورېدو او لیدو کې ستونزې د دماغي ټیومر اصلي سبب ګڼل کېږي.

۵- په قدم کې ستونزې: که چېرته ناروغ شخص په قدم وهنه کې له ستونزو سره مخ شو او ځان یې نه شو کنترولولی نو دا یې د دماغي رسولۍ نښه وي.

۶- همدغه راز په خبرو کولو کې ستونزې، د فلج نښې، نښانې او ژور خپګان یې هم له نښو څخه دي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …