کورپاڼه / خبرونه / ایا د کپتانۍ څخه د لیرې کېدو سره سم د اصغر افغان کیریر هم ختم شو؟
اصغر افغان ۹ جون

ایا د کپتانۍ څخه د لیرې کېدو سره سم د اصغر افغان کیریر هم ختم شو؟

د افغانستان کرکټ بورډ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان چې څو ورځې وړاندې کرکټ بورډ له کپتانۍ  څخه لیرې کړ، داسې اوازې دي چې ښايي نوموړی نور په ملي لوبډله کې هم ونه لوبېږي.

کرکټ بورډ اصغر افغان په دې تور له کپتانۍ  لیرې کړ، چې د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې قصدا غلطې پرېکړې کړې وې او افغانستان له دې امله له ماتې سره مخ شو.

د کرکټ بورډ یوې سرچینې خپلواک وېبپاڼې ته وویل، چې اصغر افغان تېره ورځ د یو-یو ټېسټ کې برخه نه ده اخیستې او همدا راز په راتلونکي کمپ کې چې کوم لوبغاړي غوره شوي دي، په هغې کې هم د اصغر افغان نوم نشته.

بلخوا ځینې داسې اوازې هم شته، چې ښايي په اصغر افغان باندې بندېزونه ولګېږي، ځکه چې د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې خیانت ترسره کړی دی.

خو دا هم د یادونې وړ ده، چې د شل اوریزو لوبو لپاره تراوسه پورې کپتان نه دی ټاکل شوی او د کرکټ بورډ ځینې سرچینې وايي، چې کېدای شي په دې اړه د اصغر افغان سره معامله وشي او هغه د شل اوریزو لوبو کپتان وټاکل شي، تر څو د کرکټ بورډ پر ضد غږ پورته نه کړي.

خو که هر څه وي، د اصغر افغان د کپتانۍ څخه د لیرې کېدو وروسته ښايي هغه نور په ملي لوبډله کې د پخوا په څېر ونه لوبېږي، چې له دې سره به د هغه د نړیوالو سیالیو کریر هم پای ته ورسېږي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …