کورپاڼه / جالب / هغه ځوان چې په بشپړ ډول خپل سر شاته تاووي+ویډیو

هغه ځوان چې په بشپړ ډول خپل سر شاته تاووي+ویډیو

تاسې به ډېر وخت په وېروونکو فلمونو کې لیدلي وي چې پیریان خپل سرونه ګرد تاووي، خو که چېرته په رښتیني ژوند کې داسې کومه صحنه ووینو نو له ډېر هیبته به مو ساه ودرېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې همدغسې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي، چې له مخې یې یو شخص خپل سر تر ۱۸۰ درجو پورې تاووي. دا ویډیو د ټیک ټاک ویډیو ده خو له هغې وروسته په نورو رسنیو کې خپره شوې.

دا ویډیو تر اوسه پورې درې میلونه ځلې کتل شوې. د ویډیو له مخې لیدل کېږي چې یو شخص د لاسونو په مرسته خپل شاته تاووي او بیا یې بېرته خپل حالت ته راولي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکې ددې شخص وړتیا ته ګوته په غاښ دي. یو شخص لیکلي چې دې شخص هغه وخت د څه شي هڅه وکړه، کله چې له خپلې وړتیا څخه خبر شو. بل شخص لیکلي چې په نړۍ دا ډول خلک په نایابه توګه پیدا کېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې دا ډول کسان په ورمېږ کې ډېرې نرمې عضلې لري، خو که چېرته دا ډول کړنه بیا بیا ځلې تکرار شي نو خطرناکه تمامېږي، ځکه چې په دې سره د سر او ورمېږ پر لورې د وینې جریان درېږي او فلج کېږي.

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …