کورپاڼه / بېلا بېل / د مصر یو عالم: د (خفه ښځې) خاوند جنت ته نه شي تللی
مصری عالم

د مصر یو عالم: د (خفه ښځې) خاوند جنت ته نه شي تللی

د مصر د جامعه الازهر یو عالم یوه په خپله یوه فتوه کې ویلي دي، چې هغه خاوندان یا مېړونه، چې ښځې ترې خفه وي، هغوی به جنت ته نه ځي، د هغه له دې خبرو وروسته پر نوموړي سختې نیوکې شوې دي.

د العربیه ډاټ نېټ د راپور په وېنا، د جامعه الازهر یو عالم الشېخ محمد ابوبکر له یو ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي دي، چې له خاوند نه تر څو پورې ښځه خفه وي، خاوند یې جنت ته نه شي تللی.

هغه وايي، چې جنت ته د تګ لپاره خاوند باید خپله ښځه خوشحاله کړي. تر څو پورې چې د سړي د اخلاقو نه یې ښځه نه وي خوشحاله، نو جنت نه شي لیدلی، که ښځه یې خپه وي نو فرښتې په سړي لعنت وايي، نو نارینه ته باید دا معلومات وي، چې جنت ته د دوی د ورتللو لاره د دوی مېرمنې دي.

د دغه عالم له دغه خبرو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې په هغه سختې نیوکې شوې دي او ډېری خلکو د هغه دا خبرې د شهرت ذریعه ګڼلې ده او ځینو عالمانو د هغه دا فتوه هم رد کړې ده.

د یادولو وړ ده چې د نوموړي دا خبرې یو څه وخت پخوانۍ دي، خو په ټولنیزو رسنیو کې یو ځل بیا د هغه دا خبرې ښکته پورته کېږي، خو د نوموړي په رد کې نور عالمان وايي، چې په اسلام کې د ښځې او خاوند خپل حقونه معلوم دي، خو ښځو ته بیا د خاوند د اطاعت حکم شوی دی.

دا هم ولولئ

پاکستانی ملا

پاکستاني ملا ۳ ښځې طلاقې کړې او یوې ماډرنې نجلۍ سره یې واده وکړ

په دې وروستیو کې د یو پاکستاني ملا او د هغه د ماډرنې ښځې عکسونه …