کورپاڼه / خبرونه / کین ویلیمسن د انګلستان پر وړاندې له دویم ټېسټ څخه بهر شو
کین ویلیمسن

کین ویلیمسن د انګلستان پر وړاندې له دویم ټېسټ څخه بهر شو

د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکی کین ویلیمسن د انګلستان پر وړاندې د دویمې ټېسټ لوبې څخه د ټپ له امله بهر شو.

د معلوماتو له مخې، د کین ویلیمسن څنګل خوږ شوې ده، نو له دې امله به هغه ونه شي کولای چې د انګلستان پر وړاندې په دویمه ټېسټ لوبه کې د خپلې لوبډلې مشري وکړي.

د کین ویلیمسن پر ځای ټام لاتم د نیوزیلېنډ کپتان ټاکل شوی دی، چې په دویمه ټېسټ لوبه کې به د نیوزیلېنډ لوبډلې مشري وکړي. د نیوزیلېنډ کرکټ بورډ هیله څرګنده کړې ده، چې د ای سي سي ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبې ته به کین ویلیمسن بېرته رغېدلی وي.

انګلستان او نیوزیلېنډ تر دې مخکې لومړۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ یاده لوبه بې پایلې پای ته ورسېده، د نیوزیلېنډ دیون کانوی بیا په لومړۍ لوبه کې غبرګه سلیزه ووهله او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم واخیسته.

د یادولو وړ ده چې د انګلستان سره تر سیالیو وروسته به نیوزیلېنډ د هند سره د ای سي سي ټېسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه په انګلستان کې ترسره کوي، چې دا لوبه به د جون په ۱۸مه نېټه پیل شي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …