کورپاڼه / هنر او کلتور / پرینیتي چوپړا: د فلم د یوې برخې د ثبتولو په سبب مې تر دوو ورځو نه ول لامبلي

پرینیتي چوپړا: د فلم د یوې برخې د ثبتولو په سبب مې تر دوو ورځو نه ول لامبلي

د بالیووډ د فلمونو اداکاره پرینیتي چوپړا وایي چې د (سندیپ اور پنکي فرار) فلم د یوې صحنې د ثبتولو په سبب یې تر دوو ورځو پورې نه ول لامبلي.

پرینیتي چوپړا له هندي رسنیو رسنیو سره د یوې مرکې پرمهال ویلي چې د فلم دغه صحنه پر یوه په جونګړه کې ثبت کیدله، چې د شپې په چټل کې ځای کې وېده شوه او په سبا پرته له لامبلو د فلم سیټ ته راغله.

پرینیتي وایي چې په پرلپسې ډول یې دوه، درې ورځې په جونګړه یا خېمه کې شوټنګ وکړ او نه پوهېده خلک به معلومات څه ډول ترلاسه کوي خو دا بیا رښتیا ګڼي چې تر دوو ورځو یې نه ول لامبلي.

نوموړې وایي چې د ډېرو خاورو په سبب یې ویښتان سپین شوي ول، چې پاکولی یې هم نه شول، په هماغه خاورو کې وېده شوه او په سبا بیا د فلم شوټنګ ته لاړه.

د یادولو وړ ده چې د (سندیپ او پنکی فرار) لارښود دیباکر بینر جی دی او ددې فلم مرکزي اداکار ارجن کپور دی او د فلم کیسه په داسې دوو کسانو راڅرخي چې په ناڅاپي ډول مخ کېږي.

دا هم ولولئ

سونم کپور: پلار مې په رښتیوني ژوند کې هم له یو اتل څخه کم نه دی

د بالیووډ د فلمونو ستوري انیل کپور لور سونم کپور وایي چې پلار یې په …