کورپاڼه / روغتيا / د الزایمر یا هیرولو د ناروغۍ لپاره د نوو درملو منظوري ورکړل شوه

د الزایمر یا هیرولو د ناروغۍ لپاره د نوو درملو منظوري ورکړل شوه

هغه کسان چې د هېرولو یا د الزایمر ناروغي لري، ورته زېری ورکول کېږي چې امریکایي ادارې ددې ناروغۍ پر وړاندې درملو ته منظوري ورکړې.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د امریکا د (ایف ډي ای) ادارې له لورې د هېرولو ناروغۍ لپاره نوي درمل منظور کړي او په دې ډول د اتلسو کلونو په موده کې ددې ناروغۍ لپاره نوي درمل رامنځته شول.

ویل کېږي چې دغه درمل د امریکا د باییوجین او د جاپان د اییي سایي شرکت له لوري تیار شوي او د اډوکانوماب نوم یې پرې ایښی چې یوازې د ډیمنشیا د نښو پرځای د ناروغۍ درملنه کوي.

د ایف ډي ای اداره وایي چې دغه درمل یې پر انسانانو ازمایلي ول چې ډېرې ښې او مثبتې پایلې یې لرلې او د باییوجین شرکت څخه غوښتنه کړې چې دغه درمل دې استعمال کړي چې ممکن څو کاله ونیسي.

د یادولو وړ ده چې په امریکا کې د یوې اندازې له اووه نیم لکو څخه ډېر کسان د الزایمر یا هېرولو په ناروغۍ اخته دي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …