کورپاڼه / خبرونه / پاکستانی لوبغاړی سلمان بټ غواړي چې لوبڅارنه پیل کړي

پاکستانی لوبغاړی سلمان بټ غواړي چې لوبڅارنه پیل کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی سلمان بټ غواړي چې لوبڅارنه پیل کړي، چې ددې موخې لپاره یې د کرکټ بورډ له لورې په جوړ شوي کورس کې برخه واخیسته.

سلمان بټ چې د میچ فیکسنګ په سزا کې د پاکستان د کرکټ له ملې لوبډلې کېنول شوي و، د سزا له بشپړېدو وروسته په دې ونه توانیده چې په لوبډله کې د ځان لپاره ځای جوړ کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې اوسمهال سلمان بټ پرېکړه چې له دې وروسته به لوبڅارنه کوي، چې د همدې موخې لپاره لپاره یې د یاد هیواد د کرکټ بورډ د لوبڅارنۍ په کورس کې داخله کړې.

راپورونه وایي چې د پاکستان بورډ کرکټ د لومړۍ درجې د لوبڅارن او میچ ریفري کورس جوړ کړی چې له څلویښت ډېر کسان ور پکې برخه لري، چې له ډلې یې سلمان بټ، د یاد هیواد د ټیسټ لوبو لوبغاړی، عبدالرووف او بلال اصف یې د یادولو وړ دي.

ویل کېږي دې کسانو ته به د پاکستاني کرکټ بورډ د هغه لوبڅارانو له لورې وروزل شي چې د ایلیټ او تکمیلي برخه کې یې شامل دي.

دا هم ولولئ

حسن علي

اسلام اباد د پېښور لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف وټاکه

د پاکستان سوپر لیګ په دویمه ایلیمینیټر لوبه کې د کمزوري پیل وروسته د اسلام …