کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو لوړ بیه پارکنګ؛ آیا له قیمت یې خبر یاست؟

د نړۍ ترټولو لوړ بیه پارکنګ؛ آیا له قیمت یې خبر یاست؟

د هانګ کانګ د متمول په سیمه کې د یو پارکنګ یا د موټر د درولو ځای ځمکه په ۱.۳ میلونه ډالرو سره وپلورل شوه، چې له دې وروسته د نړۍ د لوړ بیه پارکنګ نوم خپل کړ او ریکارډ یې جوړ کړ.

د ماونت نیکولسن د استوګنې په ودانۍ کې د یاد پارکنګ ځمکه د وارف هولډنګس شرکت او د نان فنګ ګروپ له لورې پلورل شوې.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له لورې ویل کېږي چې دغه پارکنګ په یو اعشاریه درې میلونه ډالر پلورل شوی خو لا تر اوسه نه ده معلومه چې دا به چا پلورلی وي.

ویل کېږي چې دغه پارکنګ ټول یو سلو، څلور دیرش اعشاریه پنځه مربع فوټه پراخوالي او د هر مربع فوټه قیمت له نهه نیمو زرو ډالرو سره برابرېږي.

د یادولو وړ ده چې د پارکنګ د تېر هغه قیمتي پارکنګ ریکارډ مات کړ، چې له وړاندې یې لوړ قیمت درلود او په هانګ کانګ کې واقع و.

دا هم ولولئ

په هند کې یو شخص پر یو وخت له دوو انجونو سره واده وکړ

د هند په تلنګانه ایالت کې یو قبایلي شخص شخص په یو منډپ (د هندوانو …