کورپاڼه / روغتيا / غټ مرچک د ډېرو غذایي توکو په درلودلو حیرانوونکې ګټې لري

غټ مرچک د ډېرو غذایي توکو په درلودلو حیرانوونکې ګټې لري

غټ مرچک یو له خوندورو مرچکو څخه دی، چې په ژېړ، شین او سرو رنګونو موندل کېږي او خوشبو یې د خوند په ډېرولو کې نور هم مهم رول لوبوي. غټ مرچکو له بېلابېلو ترکاریو سره هم پخېږي او په ځانته ډول هم پخېږي، نو راځئ چې حیرانوونکې ګټې یې ولولو:

د سرطان خطر کموي:

غټ مرچک د سرطاني ناروغیو خطر کموي ځکه چې دغه ډول مرچک پخپل جوړښت کې ډېر غذایي توکي او انټي اکساید لري او د کیروټینایډ لایکوپین د پروستات، تریخي او مثانې د سرطان د خطر په کمولو کې اغېزمن تمامېږي او انزایمونه یې د معدې د سرطان مخنیوی کوي.

د زړه لپاره:

په سور رنګه غټو مرچکو کې لایکوپین وي چې د زړه د روغتیا لپاره ګټور وي او د فولیټ او ویټامین بي ۶ یوه ښه ذریعه هم ده چې د زړه د ناروغیو خطر کموي.

دفاعي ځواک ډېروي:

په غټو مرچکو کې ویتامین سي وي چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي او انټي اکساید هم وي چې د ازادو راډیکلونو پر وړاندې مقابله کوي.

د وینې کمښت پوره کوي:

غټ مرچک د ویټامین سي او نورو غذایي توکو په درلودلو سره زموږ په بدن کې د وینې کمښت پوره کوي، نو ځکه خو روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي چې که د اوسپنې کمښت لرئ نو غټ مرچک وخورئ.

دا هم ولولئ

آیا کورونا وایروس مو حافظه اغېزمنوي؟

د کورونا وایروس په سبب ډېر وخت اغېزمن کسان د بویولو له حس څخه د …