د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد په یو-یو ټېسټ کې ناکامه شوی دی. نوموړي پرون دغه ټېسټ ورکړی دی.
د کرکټ بورډ یوه سرچینه وايي، چې پرون له یو شمېر لوبغاړو څخه د یو یو ټېسټ اخیستل شوی دی، چې ۷ ځوان لوبغاړي پکې بریالي شوي دي او محمد شهزاد پکې د ۱۴ نومرو په ترلاسه کولو سره ناکامه شوی دی.
پخواني لوبډلمشر اصغر افغان بیا په یو-یو ټېسټ کې برخه نه ده اخیستې. په یو-یو ټېسټ کې د بریا لپاره ۱۷.۳ نومرې پکار دي، چې باید یو لوبغاړی یې ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پر مهال محمد شهزاد له انګلستان څخه بېرته افغانستان ته راولېږل شو، چې هغه بیا د کرکټ بورډ پر ضد څرګندونې وکړې او نوموړي باندې بیا یو کلن بندېز هم ولګېد.
محمد شهزاد له ۲۰۱۹ کال وروسته د افغانستان لپاره کومه لوبه نه ده ترسره کړې، د هغه بندېز هم تېر کال پای ته ورسېد او شپږیزه کرکټ لیګ کې هم ولوبېده، خو ملي لوبډله کې يې ځای پېدا نه کړ.