کورپاڼه / هنر او کلتور / مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې له یو افغان سره نکاح کړې
ګل پاڼه

مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې له یو افغان سره نکاح کړې

د کوزې پښتونخوا د پښتو او اردو ژبې مشهورې سندرغاړې له یو افغان سره نکاح کړې ده، خو د واده په اړه یې تراوسه پورې معلومات نشته.

د ګل پاڼې د نکاح په اړه د پښتو ژبې مشهورې اداکارې او د ټلویزیوني خپرونو کوربنې نجیبه فېض معلومات ورکړي دي او د هغه د نکاح له خبر نه یې خلک خبر کړي دي.

نجیبه فېض په ټک ټاک کې په یوه لایف ویډیو کې د ګل پاڼې په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي، چې ګل پاڼې له یو افغان سره نکاح کړې ده، چې ځدراڼ دی.

خو نوموړې دا ونه ویل، چې ګل پاڼې یوازې نکاح کړې ده او که واده یې هم کړی دی، نه یې هم د ګل پاڼې د خاوند په اړه ډېر معلومات ورکړل.

ګل پاڼې په خپله هم تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم هغه کس تراوسه پورې معلوم شوی، چې له کوم افغان سره هغې نکاح کړې ده.

دا هم ولولئ

سونم کپور: پلار مې په رښتیوني ژوند کې هم له یو اتل څخه کم نه دی

د بالیووډ د فلمونو ستوري انیل کپور لور سونم کپور وایي چې پلار یې په …