کورپاڼه / جالب / په هند کې یو شخص خپله مور تر دوو اونیو پورې په تشناب کې بنده ساتلې وه

په هند کې یو شخص خپله مور تر دوو اونیو پورې په تشناب کې بنده ساتلې وه

په هند کې یو شخص خپله پنځه نوي کلنه مور تر دوو اونیو پورې په تشناب کې بنده ساتلې وه.

د هند د تامل ناډو ایالت په سالم ولسوالۍ کې یو شخص د خپل کور په تشناب کې خپله پنځه نوی مور بنده ساتلې وه، چې په دې دوران کې یې د مرستې لپاره ډېرې چغې هم وکړې، خو چا یې چغې نه اورېدې او بالاخره په پنځلسمه ورځ یې ګاونډیو غږ واورېد او مرستې ته یې ورغلل.

ویل کېږي چې د ګاونډیو له لورې یې پولیسو ته خبر ورکړل شو، چې له هغې وروسته یې بیا سمدستي د رادا نومې ښځې مرستې ته راورسېدل، له ځان سره یې یوړه او اړوند مرستې یې ورسره وکړې.

پولیسو وایي چې دغه بدبخته شخص د خپلې مور پروا هم ونه کړه او تر څوارلسو ورځو پورې یوازې اوبه ورکولې، خو ددې رادا نومې مور ددې هر څه سربېره بیاهم زوی پر وړاندې له قضیې ثبتولو انکار وکړ.

پولیس زیاتوي چې رادا د خپل هغه مرحوم خاوند د تقاعد پر پیسو خپل ژوند تېروي، چې دولتي کارمند و، خو دا روپۍ یې هم ترې کوچني زوې اخیستې.

دا هم ولولئ

ولې ماشوم له زېږون وروسته ژاړي، سببونه یې څه دي؟

که چېرته په عموم کې خبرې کوو نو د ماشوم ژړا د والدینو لپاره ښه …