کورپاڼه / روغتيا / آیا غواړئ چې ښه خوب وکړئ؟ لاندې طریقې عملي کړئ

آیا غواړئ چې ښه خوب وکړئ؟ لاندې طریقې عملي کړئ

که چېرته غواړئ چې ورځ مو ښه او خوندوره وي نو د شپې پرمهال بشپړ خوب وکړئ. د امریکا د ناروغیو د مخنیوي مرکز وایي چې له دریمې برخې څخه ډېر بالغ کسان د خوب له کمښت سره مخ دي، چې د عامه روغتیا لپاره وبا ګڼل کېږي.

د روغتیایي کارپوهانو یوې ادارې ویلي چې د نړۍ پنځه څلویښت سلنه خلک د روغتیا او د ژوند د معیار له خطر څخه مخامخ کېږي، چې دغه خطر د خوب د کمښت په سبب رامنځته کېدونکی دی.

ددې لپاره تاسې کولی شئ چې خپلو دماغو ته روزنه ورکړئ او په یو ټاکلي وخت سره وېده او بیا په یو ټاکلي وخت سره له خوبه راپورته شئ. ځکه چې د اوږد عمر لپاره خوب د مهمو عواملو لکه د ورزش او خوړو له جملې څخه دی او د ښه او معیاري خوب لپاره آسانه لارې چارې هم شته.

لومړی: د خوب لپاره مناسب چاپیریال غوره کړئ، آرامه بستره او تیاره د ښه خوب لپاره اړین وي او تودوخه له پنځلسو تر شلو درجو پورې د معیاري خوب لپاره اړینه وي.

دغه راز په ګرمو اوبو سره ولامبۍ، کتاب ولولئ یاهم ژورې ساه ګانې واخلئ. بسترې ته د تګ لپاره یو ځانګړی وخت وټاکئ او عمل پرې وکړئ او ترڅنګ یې د پورته کیدو لپاره هم وخت وټاکئ او عمل پرې وکړئ.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …