کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اسلام اباد د لاهور لوبډلې ته ۱۴۴ منډې هدف وټاکه
راشد خان، لاهور قلندرز

اسلام اباد د لاهور لوبډلې ته ۱۴۴ منډې هدف وټاکه

د لاهور قلندرز له خوا نن د اسلام اباد پر وړاندې ښه توپ اچونه ترسره شوه، خو اسلام اباد هم په وروستیو کې ښه توپوهنه وکړه او د ۱۴۴ منډو هدف یې وټاکه.

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) د شپږم پړاو ۱۵مه لوبه نن د اسلام اباد یونایټیډ او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبي کې ترسره کېږي. د لوبې په پیل کې لاهور قلندرز پچه وګټله او لومړی یې اسلام اباد یونایټیډ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

اسلام اباد یونایټیډ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې فهیم اشرف ۲۷، عثمان خواجه ۱۸، حسین طلعت ۱۴ او حسن علي هم ۱۴ منډې ترلاسه کړې.

د لاهور قلندرز له خوا جیمس فولکنر ۳، احمد دانیال او حارث روف ۲-۲، راشد خان او شاهین شاه اپریدي ۱-۱ ویکټ واخیستې. راشد خان په ۴ اورونو کې یوازې ۹ منډې ورکړې.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) د شپږم پړاو ۱۴ لوبې په پاکستان کې ترسره شوې وې، خو وروسته د کورونا له امله یادې سیالۍ وځنډول شوې او نن په ابوظهبي کې دا سیالۍ بیا پیل شوي دي.

دا هم ولولئ

یونس خان

یونس خان د پاکستان لوبډلې د روزونکي دنده پرېښوده

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکي یونس خان دنده پرېښوده، هغه تېر کال …