کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د راشد خان زبردسته لوبه، لاهور یې بریالی کړ او د غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته
راشد خان، لاهور قلندرز ۹ جون

د راشد خان زبردسته لوبه، لاهور یې بریالی کړ او د غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته

راشد خان د پي ایس ایل په پرونۍ لوبه کې د ښې توپ اچونې وروسته ښه توپوهنه هم ترسره کړه چې لاهور قلندرز ته یې بریا ورپه برخه کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) ۱۵مه لوبه د اسلام اباد یونایټیډ او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پیل کې لاهور پچه وګټله او اسلام اباد ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.

اسلام اباد یونایټیډ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې فهیم اشرف ۲۷ او عثمان خواجه ۱۸ منډې وکړې. د لاهور له خوا جیمس فولکنر ۳، احمد دانیال او حارث روف ۲-۲ ویکټ واخیستې. راشد خان بیا په ۴ اورونو کې یوازې ۹ منډې ورکړې او ۱ ویکټ یې واخیسته.

د ۱۴۴ منډو هدف د لاهور قلندرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۵ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د دوی له خوا سهیل اختر ۴۰، محمد حفیظ ۲۹ او ټیم ډیویډ ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز راشد خان په وروستي اور کې په ۵ توپونو ۱۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې بریا کې يې مهمه برخه واخیسته. د اسلام اباد له خوا حسن علي ۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه راشد خان ته ورکړل شوه، چې نن د توپ اچونې تر څنګ د توپوهنې په برخه کې يې هم د خپلې لوبډلې لپاره ښه کارکردګي ترسره کړه.

د دغه لوبې په بریا سره لاهور قلندرز په ۵ لوبو کې ۴ لوبې وګټلې او د ۸ نومرو سره د جدول لومړي مقام ته ورسېده. نن به پي ایس ایل کې د کراچۍ کنګز او ملتان سلطانز او همدا راز د لاهور قلندرز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان: پلاره! له تګ وروسته مې هره ورځ یادېږې

نن د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د پلار ورځ لمانځل کېږي او …