کورپاڼه / اسلام / د انسان د بدن هغه برخه چې تر قیامته به روغه پاتې وي
د انسان د بدن هغه برخه چې تر قیامته به روغه پاتې وي

د انسان د بدن هغه برخه چې تر قیامته به روغه پاتې وي

له حضرت ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، د دوو ځلو شپېلۍ پو کولو ترمنځ وقفه څلویښت وي.

هغه وویل ابو هریره! څلویښت ورځې؟ ابو هریره وویل نه پوهېږم. بیا پوښتنه وکړه چې څلویښت میاشتې؟ وویل چې نه پوهېږم، بیا یې وویل څلویښت کاله؟ ځواب یې ور کړ چې نه پوهېږم.

بیابه الله تعالی له اسمانه اوبه نازلې کړې نو په داسې ډول به را ژوندي شي لکه واښه چې را شنه کېږي، بیا رسول الله وفرمایل چې د انسان له یو هډوکي څخه پرته نور به یې ټول بدن له منځه ولاړ شي.

او هغه هډوکي به د ملا د تیر آخري برخه وي او د قیامت په ورځ به ټول مخلوقات له همدې هډوکي بیا را ژوندي کېږي.

په صحیح مسلم کې روایت دی چې فرمایي، خاورې به انسان وخوري خو د ملا د تېر وروستی هډوکی به پاتې شي او له هغې به بیا را پیدا شي او بیابه ورڅخه جوړ شي.

دا هم ولولئ

حدیث شریف: له پردۍ ښځې سره په یوازیتوب کې له کتلو غوره دي چې په سر میخ ووهل شي

ډېر شمېر نارینه یا ښځینه دا کړنه ډېره عادي ګڼي چې د یوې غیر محرم …