کورپاڼه / خپلواک / هند د بنګله دېش په ارمانونو خاورې واړولې او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه
هند لوبډله

هند د بنګله دېش په ارمانونو خاورې واړولې او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه

خپلواک وېبپاڼه (١٠ نومبر ٢٠١٩): د هند او بنګله دېش ترمنځ د درې شل اوريزو لوبلړۍ وروستۍ لوبه ډېره په زړه پورې وه، ځکه چې بنګله دېش د هدف په تعقيب کې ښه توپوهنه پيل کړه، خو وروستي لوبغاړي پرلپسې وسوځېدل او د هند د توپ اچونکو پر وړاندې ونه درېداى شو، چې هند په دريمه لوبه کې په ٣٠ منډو ماته ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه.

د هند او بنګله دېش ترمنځ د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ دريمه يا وروستۍ لوبه د هند په ناګپور کې ترسره شوه، چې بنګله دېش د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د هند لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د هند له خوا که د پيل توپوهونکي روهيت شرما او شيکر دهون ښه ونه ځلېدل، خو تر هغوى وروسته بيا لوکيش راهول او شرياس اير پنځوسيزې ووهلې او د بنګله دېش لوبډلې ته يې ښه هدف وټاکه.

هند په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې شرياس اير ٦٢، لوکيش راهول ٥٢، منيش پانډى ٢٢ ناسوځېدلې او شيکر دهون ١٩ منډې ترلاسه کړې.

د بنګله دېش لپاره سوميه سرکار او شفيع السلام ٢-٢ او الامين حسېن ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٧٥ منډو د هدف په تعقيب کې بنګله دېش ښه توپوهنه پيل کړه، چې محمد نايم په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه، همدا راز محمد ميتون هم ورسره لږه مرسته وکولاى شوه، خو تر دوى پرته هېڅ لوبغاړى په دې ونه توانېده چې د هندي توپ اچونکو مخې ته ودرېداى شي او په وروستيو کې خو پرلپسې ويکټې وغورځېدې چې د بنګله دېش د بريا ارمانونه يې خاورې کړل.

بنګله دېش په ١٩.٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٤ منډې وکړې او په ٣٠ منډو يې له هند څخه ماته وخوړله. د دوى له لوري محمد نايم ٨١ او محمد ميتون ٢٧ منډې ترلاسه کړې.

ديپک چاهار
ديپک چاهار د شل اوريزو لوبو تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه

د هند لپاره ديپک چاهار بيا په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه چې د بنګله دېش ٦ لوبغاړي يې وسوځول، دا په شل اوريزو سياليو کې تر ټولو غوره توپ اچونه ده چې په ٣.٢ اورونو کې يې د ٧ منډو په بدل کې ٦ لوبغاړي وسوځول، همدا راز شيوام ډوبى ٣ او يوژيندرا چاهل ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د درې شل اوريزو لوبو په لوبلړۍ کې لومړۍ لوبه بنګله دېش ګټلې وه او دويمه او دريمه لوبه هند وګټله او دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د لوبې او د لوبلړۍ دواړو غوره جايزې ديپک چاهار ته ورکړل شوې.

د يادولو ده چې هند او بنګله دېش د دوه ټېسټ سياليو لوبلړۍ هم ترسره کوي، چې لومړۍ سيالي به په انډور کې د نومبر له ١٤مې تر ١٨مې نېټې پورې ترسره شي او دويمه سيالي به په کلکته کې د نومبر له ٢٢مې تر ٢٦مې نېټې ترسره شي. د هند او بنګله دېش ترمنځ دويمه ټېسټ سيالي به د کرکټ د تاريخ لومړنۍ ټېسټ لوبه وي چې د شپې به ترسره شي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …