کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / پاکستان سوپر لیګ کې نن ۲ لوبې ترسره کېږي
نجیب، ګربز، راشد او حضرت الله ځاځی

پاکستان سوپر لیګ کې نن ۲ لوبې ترسره کېږي

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) شپږم پړاو سیالیو کې نن دوه لوبې ترسره کېږي، چې  لومړۍ لوبه د کراچۍ کنګز او ملتان سلطانز او دویمه لوبه د لاهور قلندرز او پېښور زلمي لوبډلو ترسره کېږي.

د پي ایس ایل ۱۶مه لوبه به د کراچۍ کنګز او ملتان سلطانز ترمنځ ترسره شي، چې دا لوبه د افغانستان په وخت ۵:۳۰ بجې پیلېږي. د دواړو لوبډلو په وروستیو پنځه لوبو کې ۳ لوبې کراچۍ ګټلي، ۱ ملتان ګټلې او ۱ بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

د کراچۍ کنګز لپاره تکړه توپوهونکی نجیب الله ځدراڼ هم لوبېږي او د ملتان سلطانز لپاره بیا ځوان پیلیز توپوهونکی رحمان الله ګربز لوبېږي او ښايي نن دواړه په پي ایس ایل کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي.

بلخوا لاهور قلندرز پرون اسلام اباد یونایټیډ ته ماتې ورکړه او نن به د پي ایس ایل په ۱۷مه لوبه کې د پېښور زلمي لوبډلې سره مخامخ شي، چې دا لوبه به د افغانستان به وخت ۱۰:۳۰ بجې پیل شي. د دواړو لوبډلو په وروستیو پنځه لوبو کې ۳ قلندرز او ۲ زلمي ګټلې دي.

د لاهور قلندرز لپاره راشد خان لوبېږي چې پرونۍ لوبه کې هم د لوبې غوره لوبغاړی شوی و، همدا راز د پېښور زلمي لپاره حضرت الله ځاځی او وقار سلامخېل لوبه کوي.

دا هم ولولئ

ای پي ايل: حېدراباد به د چینای مخکښه لوبډله ماته کړای شي؟

نن په ای پي ایل کې سنرایزرز حېدراباد له چینای سوپر کنګز لوبډلې سره مخ …