کورپاڼه / هنر او کلتور / فرزانه ناز: خدای دې تاسې ته هدایت وکړي

فرزانه ناز: خدای دې تاسې ته هدایت وکړي

د هېواد مشهوره سندرغاړې او اداکاره فرزانه ناز هم د خلکو د بدو یا سپکو سپورو کمنټونو څخه په تنګه راغلې ده او هغوی ته یې د هدایت غوښتنه کړې ده.

فرزانه ناز چې له څو کلونو راهیسې لومړی په متحده عربي اماراتو او اوس په هند کې ژوند کوي، ډېره بېباکه شوې ده او هره ورځ خپل عکسونه په انسټاګرام او فېسبوک کې خپروي، خو دا عکسونه ډېر بېباکه وي چې د هغې د بدن ډېرې برخې پکې لیدل کېږي.

هر وخت چې نوموړې خپل تازه عکسونه یا ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي، نو د ډېرو خلکو له سختو نیوکو سره هم مخ شي، چې نوموړې دې کار په تنګه کړې ده.

فرزانه ناز په خپله فېسبوکپاڼه کې په دې اړه یو پوسټ کړی دی، هغه په خپل پوسټ کې  لیکلي دي، چې تاسې ډېر راته په کمنټ کې سپکې او سپورې وایئ خو زه ستاسې د ټولو شخصیتونو ثبوتونه له ځان سره په مسینجر کې لرم، ستاسې رښتینی شخصیت ماته معلوم دی.

هغه همدا راز خلکو ته دا هم وايي، خو زه ستاسې عزت او آبرو په نظر کې نیم او ستاسو خپلوانو او ملګرو ته مو نه بې عزته کوم، بس خدای دې تاسې ته هدایت وکړي.

د یادولو وړ ده چې فرزانه ناز هم په ټولنیزو رسنیو کې ډېر تعقیبوونکي لري، په ځانګړې توګه په انسټاګرام کې د هغې تعقیبوونکي ډېر دي، چې هلته نوموړې هر وخت تازه عکسونه هم ډېر خپروي.

دا هم ولولئ

سونم کپور: پلار مې په رښتیوني ژوند کې هم له یو اتل څخه کم نه دی

د بالیووډ د فلمونو ستوري انیل کپور لور سونم کپور وایي چې پلار یې په …