کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شاهنواز دهاني: د بابر اعظم اوټ کول مې ارمان دی
شاهنواز دهاني

شاهنواز دهاني: د بابر اعظم اوټ کول مې ارمان دی

د پاکستان سوپر لیګ په شپږم پړاو کې د شاهنواز دهاني په نوم یو ځوان لوبغاړی راښکاره شو، چې د ټولو پام یې خپل کړ او بیا یې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته هم لار پېدا کړه.

نوموړی چې په شپږم پړاو کې د کراچۍ کنګز لوبډلې لپاره لوبېږي، د یوې ډېرې غریبې کورنۍ څخه راغلی دی، چې کیسې يې د کرکټ ټول مینه وال اغېزمن کړي دي.

شاهنواز دهاني له کریک ویک وېبپاڼې سره په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې د هغه ارمان دا دی، چې په پاکستان سوپر لیګ کې بابر اعظم اوټ کړي.

هغه همدا راز دا هم وویل، چې غواړي له شاهین اپریدي سره په ګډه د پاکستان لپاره توپ اچونه ترسره کړي. هغه د پاکستان لوبډله کې په خپل انتخاب وویل، چې دا د هر لوبغاړي ارمان وي چې د خپل هېواد لپاره ولوبېږي او دا زما، زما د کورنۍ، زما د ملګرو، زما د کلب او ټولو هغه کسانو لپاره ستره لاسته راوړنه ده، چې زما تر دې ځایه په رارسېدو کې يې څه نا څه ونډه اخیستې ده.

شاهنواز دهاني وايي، چې د شین بونډ ایکشن مې ډېر خوښېږي او هغه تعقیبوم، همدا راز د انګلستان جوفرا ارچر هم ډېر ګورم او غواړم چې د هغه په شان تېز توپ اچونکی شم.

دا هم ولولئ

په مصر کې ترټولو غټ او درې زره کاله پخوانی ښار موندل شوی

د مصر لرغون پېژندونکو ددې هیواد له پایتخت قاهرې څخه لېرې درې زره کاله پخوانی …