کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / ډیویډ میلر ۳۲ کلن شو، دلته یې د ۶ ریکارډونو په اړه ولولئ
ډیویډ میلر

ډیویډ میلر ۳۲ کلن شو، دلته یې د ۶ ریکارډونو په اړه ولولئ

د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی توپوهونکی ډیویډ میلر ۳۲ کلن شو، د مډل ارډر دا توپوهونکی په ۱۹۸۹ کال کې د جون په ۱۰مه نېټه زېږېدلی دی، چې په ۲۰۱۰ کال کې يې د سویلي افریقا لپاره نړیوالې لوبې پیل کړي دي او د دې تر څنګ د نړۍ په سترو تجارتي لیګونو کې هم لوبېدلی دی.

نوموړی چې د محدوده اورونو ښه توپوهونکی دی، د سویلي افریقا لپاره یې ۱۳۴ نړیوالې یو ورځنۍ او ۸۱ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي، چې په یو ورځنیو لوبو کې يې ۳۳۱ او په شل اوریزو لوبو کې يې ۱۵۲۵ منډې کړې دي. همدا راز نوموړي ۳۳۵ شل اوریزې لوبې هم ترسره کړې دي چې ۷۲۷۶ منډې يې پکې ترلاسه کړې دي.

په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ډیویډ میلر اتم توپوهونکی دی چې په توپوهنه کې په اتم پوزیشن زیاتې ۱۳۹ منډې کړې دي، لومړنی توپوهونکی دی چې له جې پي ډومیني سره یې په پنځم ویکټ باندې د ۲۵۶ منډو ملګرتیا کړې ده.

په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې دریم توپوهونکی دی چې په پنځم پوزیشن یې زیاتې ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې کړې دي، همدا راز لومړنی توپوهونکی دی چې تراوسه پورې په صفر نه دی سوځېدلی، هغه ۸۱ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي چې ۷۱ لوبو کې توپوهنې ته راوتلی دی.

همدا راز ډیویډ میلر په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لومړنی ډګر ساتونکی دی چې په یوه لوبه کې يې زیات ۴ کېچونه نیولي دي او د نهم ویکټ لپاره یې دریم غوره ملګرتیا هم ترسره کړې ده، چې د سپامله سره یې په ګډه د پاکستان پر وړاندې ۵۸ منډې کړې وې.

دا هم ولولئ

وسیم اکرم

وسیم اکرم ۵۵ کلن شو، د هغه نړیوال ریکارډونه دلته ولولئ

وسیم اکرم چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې یو له مخکښو توپ اچونکو څخه و، …