د هانګ کانګ د هانسن په نوم شرکت چې د صوفیه روبوټ یې هم جوړړ کړی و، اوس روغتیايي ادارو ته په کتلو سره د (ګریس) په نوم یو بل نوی روبوټ جوړ کړی دی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، دغه شرکت د نوي روباټ جوړولو په برخه کې روغتیايي ادارو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او د پاخه عمر لرونکو او د یوازېتوب ښکار خلکو سره د خبرو لپاره یې دا روبوټ جوړ کړی دی.
دې روبوټ ته اسیايي څېره ورکړل شوې ده، د نرسې کالي ورته اچول شوي دي او د ګریس په سینه کې یوه کمره هم لګول شوې ده، تر څو د ناروغانو د کچې معلومول ورته اسانه وي. د ګریس په نوم د دې روبوټ جوړولو کې د مصنوعي ذهن د ټېکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل شوې ده، چې دغه روبوټ د انګلیسي ژبې تر څنګ په دوه چینايي ژبو هم خبرې کولی شي.
د دغه شرکت اجراییه رییس ډیویډ هانسن وايي، چې د ګریس روبوټ جوړولو هدف یې دا دی، چې د وبايي حالتونو پر وخت کې د ډاکټرانو سره مرسته وکړي او په هغوی بوج کم شي. هغه وویل، چې د نړۍ د خلکو د خوندي ساتلو لپاره باید لا زیات داسې شیان جوړ شي چې په اتومات ډول کار وکړي، صوفیه او ګریس له دې امله ځانګړي دي چې د انسانانو په څېر دي، دا به هغه وخت ډېر ګټور وي، چې کله به خلک په ټولنیز ډول بېخي یوازې وي.
د دغه شرکت مسوولین وايي، چې دوی غواړي چې په ۲۰۲۱ کال کې په زرګونو روبوټونه وپلوري، چې په دې کې به کوچني او لوی روبوټونه شامل وي.