کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د شپږیزې نامعلوم برخلیک، ایا سږکال به شپږیزه ترسره شي؟
د شپږیزې نامعلوم برخلیک

د شپږیزې نامعلوم برخلیک، ایا سږکال به شپږیزه ترسره شي؟

د افغانستان په کورني کرکټ کې شپږیزه کرکټ لیګ یو تر ټولو ستر لیګ دی، چې افغانستان ته یې ډېره ګټه رسېږي، خو سږکال دا لیګ له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دی او ترسره کېدل یې ممکن نه ښکاري.

د کرکټ بورډ یوې سرچینې خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې د شپږیزې کرکټ لیګ د جون له ۲۰مې بیا د جولای تر ۲۰مې نېټې پورې باید ترسره شي او که په دې وخت کې یاد لیګ ترسره نه شو، نو ښايي سږکال یې بیا ترسره کېدل ناشوني شي.

دغه سرچینه وايي، چې افغانستان د سپتمبر په لومړیو کې له پاکستان سره په متحده عربي اماراتو کې درې یو ورځنۍ سیالۍ لري، چې دغه هېواد کې د سختې ګرمۍ له امله باید یو میاشت مخکې کمپ جوړ شي، تر څو لوبغاړي د موسم سره بلد شي.

بلخوا بیا د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) هم په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي او ویل کېږي چې د دغه سیالیو لپاره به د اماراتو لوبغالي د سپتمبر له پیله ونیول شي، چې په دې سره په خپله د افغانستان او پاکستان دا سیالۍ هم په خطر کې دي.

شپږیزه کرکټ لیګ هغه سیالۍ د چې د افغانستان د ملي لوبغاړو په شتون کې په هېواد کې ترسره کېږي او د کرکټ مینه وال هم خپل اتلان په خپلو لوبغالو کې له نږدې څخه ګوري. د دې تر څنګ د دغه لیګ له امله په هېواد کې شاوخوا ۱۲۰۰۰۰۰ ډالر سوداګري هم ترسره کېږي.

د افغانستان ټول نړیوال سیریزونه چې کوربه توب یې افغانستان کوي، په بهر کې ترسره کېږي او هغه ګټه چې افغانستان ته راځي، هغه یې هغه هېوادونو ته ځي، چېرته چې دا سیالۍ ترسره کېږي، خو د شپږیزې کرکټ لیګ ټول لګښتونه په هېواد کې ترسره کېږي او ټوله ګټه یې هم هېواد ته رسېږي، خو زموږ د معلوماتو له مخې، د ناسمو پلانونو له امله د افغانستان کرکټ بورډ د سخت مالي بحران سره مخ دی، که حالت همداسې روان وي، نو ښايي د کېنيا په برخلیک اخته شي.

دا هم ولولئ

په مصر کې ترټولو غټ او درې زره کاله پخوانی ښار موندل شوی

د مصر لرغون پېژندونکو ددې هیواد له پایتخت قاهرې څخه لېرې درې زره کاله پخوانی …