کورپاڼه / جالب / هغه ناوې چې د واده په ورځ یې له واده انکار وکړ، د هلک کوم عادت یې خوښ نه شو؟
ناوې له واده انکار وکړ

هغه ناوې چې د واده په ورځ یې له واده انکار وکړ، د هلک کوم عادت یې خوښ نه شو؟

په هند کې یوې ناوې د واده په ورځ له واده څخه انکار وکړ، ځکه د هلک یو عادت یې خوښ نه شو او خلکو چې هر څومره پرې خواري وکړه، خو ناوې واده ته غاړه کې نه ښوده.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، دا واده د هند په اترپردېش کې ترسره کېدونکی و، خو کله چې په واده کې نجلۍ د واده هلک ولیده چې ګټکا (د پان یو ډول چې په هند او پاکستان کې يې خلک خوري) خوري، نو یې له واده څخه يې انکار وکړ.

د دواړو کورنیو مشرانو ډېره هڅه وکړه چې نجلۍ پوه کړي او دا واده ترسره شي، خو نجلۍ په خپله پرېکړه کلکه ودرېده او وې ويل چې له داسې یو چاسره واده نه کوي، چې ګټکا خوري، خوله یې پرې ټوله سره وي او بد بوی ترې ځي.

وروسته بیا دواړو کورنیو د نجلۍ پرېکړه ومنله او هغه ډالۍ چې یې یو بل ته ورکړې، هغه یې هم یو بل ته واپس کړې. ځايي پولیسو هم دا پېښه رسنیو ته تایید کړې ده، چې نجلۍ د ګټکا خوړلو له وجې له هلک سره د واده کولو نه انکار وکړ او د هلک کورنۍ تش لاس بېرته ستانه شو.

د یادولو وړ ده، زموږ په هېواد کې بیا سیګریټ او نسوار هغه شیان دي، چې په ټولنیزو رسنیو کې يې هم په اړه ډېر پوسټونه کېږي او په ځانګړې توګه هغه کسان چې ودونه یې کړي دي، له هغوی څخه غوښتنه کېږي، چې که په دې کې هر یو کوي، باید چې پرې يې ږدي.

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …