کورپاڼه / خبرونه / نسیم دانش: افسوس، د راشد په څېر لوبغاړو په شتون کې کرکټ بورډ سپانسر نه لري
نسیم دانش

نسیم دانش: افسوس، د راشد په څېر لوبغاړو په شتون کې کرکټ بورډ سپانسر نه لري

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني عمومي رییس نسیم الله دانش یو ځل بیا په کرکټ بورډ او د کرکټ بورډ په مشرانو د مالي ملاتړي یا سپانسر نه لرلو له امله سختې نیوکې کړي دي او د کرکټ مشران یې (بې کاره مشران) یاد کړي دي.

نسیم الله دانش په خپله فېسبوکپاڼه کې د راشد خان د پرونۍ لوبه هغه عکس خپور کړی دی، کوم چې اي ایس پي این کریک انفو جوړ کړی دی او د راشد خان د لوبې په اړه پکې معلومات دي.

راشد خان پرون د لاهور قلندرز لپاره په لوبه کې لومړی په ۴ اورونو کې یوازې ۹ منډې ورکړې او ۱ ویکټ یې واخیسته، همدا راز په توپوهنه کې يې په وروستي اور کې په ۵ توپونو ۱۵ منډې وکړې او لاهور ته یې بریا خپله کړه، چې له دې سره د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

نسیم الله دانش له دې عکس سره لیکلي دي: (( افسوس ځای دلته دی چې دداسې لوبغاړو په شتون کې زموږ کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ درې کاله کیږي چې مالي ملاتړی\سپانسر نه لري. غفلت، بې کاره مشران، او غیر مسلکیتوب نور څنګه وي؟ د کرکټ بایللی ارزښت او اعتبار باید بیرته واخستل شي.))

د یادولو وړ ده چې د کرکټ بورډ هغه نړیوالې سیالۍ چې د ای سي سي له خوا په اېف ټي پي کې پلان شوې وې، هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او سږکال شپږیزه کرکټ لیګ د ترسره کېدو په اړه هم تراوسه پورې معلومات نشته، ښايي وځنډول شي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …