کورپاڼه / بېلا بېل / د سترګو پر شاوخوا دا واړه واړه سوري ولې وي؟ په زړه پورې وجه یې دلته ولولئ!
سترګه

د سترګو پر شاوخوا دا واړه واړه سوري ولې وي؟ په زړه پورې وجه یې دلته ولولئ!

آیا کله مو فکر کړی چې زموږ د سترګو د لاندیني بڼو د راشنه کېدو په برخه کې واړه واړه سوري ولې وي؟ څه دنده یا فعالیت ترسره کوي؟ په ټولنیزو رسنیو یو شخص دې پوښتنو ته داسې ځواب وایي چې حیران به مو کړي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې، دغه شخص د Reddit په ویب سایټ لیکلي دي، چې د لاندیني بڼو د برخې په داخلي طرف کې دغه سوري په حقیقت کې د اوښکو د خارجولو یا ایستلو دنده په غاړه لري.

ذکر شوی شخص وایي، کله چې موږ ژاړو نو یو څه اندازه اوښکې مو له سترګو راوځي او په غمبورو مو بهېږي، خو یو څه اندازه د سترګو دننه پاتې کېږي او دغه اوښکې د همدې سوریو په ذریعه له سترګو راوځي او دې سوریو ته په طبي ژبه کې lacrimal puncta ویل کېږي.

دغه سوري له سترګو پوزې ته خلاص شوي وي او په سترګو کې پاتې شوي اوښکې د همدې سوریو په ذریعه د پوزې له لارې له بدن څخه خارجېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغه سړي پوسټ زرګونه کسانو مخکې له نورو سره شریک کړی دی، تبصرې یې پرې کړې دي او همدا راز د هغه پوسټ یې لایک کړی دی.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …