کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د شپږیزې کرکټ لیګ وځنډول شو
شپږیزه کرکټ لیګ

د شپږیزې کرکټ لیګ وځنډول شو

د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ وځنډولې، کرکټ بورډ وايي: ((په افغانستان کې د کورونا محدودیتونو له امله د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ له ځنډ سره مخ شوې.))

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د افغانستان کرکټ بورډ پلان درلود چې د هېواد په کچه د شپږیزه کرکټ شل اوریزه سیالۍ د روان کال په جون او جولای میاشتو کې ترسره کړي، خو په افغانستان کې د کرونا د دریمې څپې او د عامې روغتیا وزارت د ځینو لارښوونو او محدودیتونو په اساس یاد لیګ د اوس لپاره وځنډول شو.))

خو بل خوا بیا کرکټ بورډ د لوبډلو د امتیاز ترلاسه کولو په تړاو هم خبره کوي او وايي چې ځینو ملي سوداګرو علاقمندي ښکاره کړې ده، خو دوی غواړي چې ملي سوداګرو ته نور وخت هم ورکړي، تر څو دوی ورشي او په شپږیزه کرکټ لیګ کې پانګونه وکړي.

د یادولو وړ ده چې خپلواک وېبپاڼې د ځینو سرچینو له قوله نن سهار په دې تړاو خبر خپور کړی و، چې د شپږیزې کرکټ لیګ ترسره کېدل ناشونې دي او ښايي کرکټ بورډ دا لیګ وځنډوي.

بلخوا کرکټ بورډ د سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دی او د کرکټ بورډ یوې سرچینې خپلواک وېبپاڼې ته ویلي دي، چې کرکټ بورډ ښايي د اقتصادي ستونزو له امله د کېنيا په برخلیک اخته شي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …