کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر: موږ سولې ته ژمن یو، طالبان خبرو ته نه حاضرېږي
ولسمشر غني

ولسمشر: موږ سولې ته ژمن یو، طالبان خبرو ته نه حاضرېږي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې حکومت د سولې خبرو ته ژمن دی، خو طالبان خبرو ته نه حاضرېږي، چې له امله یې خبرې ځنډېدلي دي.

د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني نن په ارګ کې د سره صلیب کېټژ د نوي رییس ایلوا فیلیون سره لیدلي دي. په دغه ناسته کې د سره صلیب پخواني رییس ویلي دي، چې دوی په دوحه کې د جمهوریت او طالبانو ډلې مذاکراتي ډلو سره په اړیکه کې دي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې دوی د بشري حقونو بین المللي قوانینو اړوند مسایل د عمده بحث لپاره د دواړو ډلو سره په اړیکه کې دي، تر څو دا مسایل د سولې خبرو کې په پام کې ونیسي.

د سره صلیب له پخواني او نوي رییس سره په لیدنه کې ولسمشر غني ویلي دي، چې په دوحه کې د سولې په خبرو کې د بشري حقونو بحث ته هېڅ پام نه دی شوی او باید دغه موضوع د یادو خبرو مهمه برخه وګرځي.

د یادولو وړ ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې سړې شوې دي، په دې وروستیو کې د افغان دولت پلاوي ځینې غړي دوحې ته تللي دي، چې بیا د دې خبرو د پیل لپاره هڅې وکړي.

دا هم ولولئ

د فرانسې له ولسمشر څخه د یوې ماشومې پوښتنه؛ له څپېړې خوړلو وروسته څه احساس کوې؟

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون چې د یو ښوونځي لېدو ته تللی و، هلته د …