کورپاڼه / هنر او کلتور / ګل پاڼه د یو افغان ځوان سره د نکاح په اړه څه وايي؟
ګل پاڼه د افغان ځوان سره د نکاح په اړه څه وايي

ګل پاڼه د یو افغان ځوان سره د نکاح په اړه څه وايي؟

د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې نږدې ملګرې او اداکارې نجیبه فېض تېره ورځ د ټک ټاک په یوه ویډیو کې منلې وه، چې ګل پاڼې د یو افغان ځوان سره نکاح کړې ده، چې دغه ځوان ځدراڼ دی.

خو امریکا غږ بیا له ګل پاڼې سره په دې تړاو خبرې کړې دي او ګل پاڼې ورته په ځواب کې ویلي دي، چې رسنۍ هره میاشت د هغې واده کوي، او دا ډول ادعاوې يې بې بنسټه وبللې.

خو بلخوا د ګل پاڼې ته نږدې ځینو نورو سرچینو ډیوه راډیو ته ویلي دي، چې هغه په یو افغان ځوان مینه شوې ده، چې په پېښور کې پېدا شوی او همدلته رالوی شوی دی او په مینه یې ورسره نکاح کړې ده.

دغه سرچینه د افغان ځوان په اړه وايي، چې هغه څوک شتمن نه دی، بلکې مخکې يې په یو درملتون کې کار کولو، خو ګل پاڼه پرې مینه شوې وه. د دواړو کورنۍ په دغه نکاح کې شاملې وې، خو له نورو خلکو یې نکاح پټه ساتلې ده، همدا راز د پاکستان یو مشهور سیاستوال هم په دغه نکاح کې شامل و.

دا سیاستوال ارباب خضر حیات نومېږي، خو هغه رسنیو ته د ګل پاڼې د نکاح تایید یا تردید نه دی کړی او په دې تړاو یې له خبرو کولو څخه ډډه کړې ده.

دا هم ولولئ

سونم کپور: پلار مې په رښتیوني ژوند کې هم له یو اتل څخه کم نه دی

د بالیووډ د فلمونو ستوري انیل کپور لور سونم کپور وایي چې پلار یې په …