کورپاڼه / خبرونه / کابل کې د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته روزنیز کمپ پیل شو، د سریلانکا سره لوبې ورکې شوې او لوبغاړي نامعلوم دي
یمین احمدزی

کابل کې د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته روزنیز کمپ پیل شو، د سریلانکا سره لوبې ورکې شوې او لوبغاړي نامعلوم دي

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی دی، چې په کابل کې د پاکستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته یې روزنیز کمپ پیل کړی دی، چې ۱۵ ورځې به دوام کوي او ۳۰ لوبغاړي پکې برخه اخلي.

خو کوم کوم لوبغاړي دي، په دې اړه کرکټ بورډ چپه خوله دی او د نړۍ هر کرکټ بورډ چې کله روزنیز کمپ اعلانوي، نو د لوبغاړو نومونه هم ورسره اعلانوي، خو افغانستان کرکټ بورډ دا لیسټ پټ کړی دی.

کرکټ بورډ دا هم ویلي دي، چې په کمپ کې چې کوم لوبغاړي ګډون لري، هغوی د یو یو ټېسټ له پاس کولو وروسته په دې کمپ کې برخه اخیستې ده، خو یویو ټېسټ کومو لوبغاړو پاس کړی دی، کرکټ بورډ یې په اړه معلومات نه دي شریک کړي.

بلخوا ويل شوي دي چې دا روزنیز کمپ د پاکستان پر وړاندې سیالیو لپاره په لاره اچول شوی دی، خو د پاکستان نه مخکې افغانستان د سریلانکا سره نړیوالې یو ورځنۍ لوبې لري او د دغه لوبو په اړه هېڅ معلومات نشته.

د ای سي سي د اېف ټي پي له مخکې، افغانستان له پاکستان نه مخکې سریلانکا سره سیالۍ لرلې، دا سیالۍ اوس نشته، خو د افغانستان کرکټ بورډ يې په اړه هېڅ هم نه دي ویلي، چې دا سیالۍ بل وخت ته ځنډېدلي دي او که نه لغوه شوي دي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …