کورپاڼه / بېلا بېل / پاکستان کې په ۱ کال کې ۱۰۰ زره خره زیات شوي
خره

پاکستان کې په ۱ کال کې ۱۰۰ زره خره زیات شوي

په پاکستان کې په روان کال کې د خرو شمېر د تېر کال په پرتله زیات شوی دی، خو د اسونو، خچرو او اوښانو په شمېر کې کوم زیاتوالی نه دی لیدل شوی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، تېر کال په پاکستان کې ۵.۵ میلیونه خره و، چې دا شمېر اوس زیات شوی دی او ۵.۶ میلیونه خره دي، چې سل زره خره په یو کال کې زیات شوي دي.

همدا راز په پاکستان کې ۴۰۰ زره اسونه، ۲۰۰ زره خچرې او ۱.۱ میلیونه اوښان دي، چې د دوی په شمېر کې کوم زیاتوالی نه دی راغلی.

د یادولو وړ ده چې پاکستان یو وخت چین ته هم خره لېږل، هغه مهال د خېبر پښتونخوا حکومت هم په دې برخه کې ځانګړي ګامونه پورته کړي و.

خو پاکستاني رسنیو دا نه دي ویلي، چې څنګه په یو کال کې سل زره خره داسې په چټکۍ زیات شوي دي او د اسونو او اوښانو په برخه کې کوم زیاتوالی نه دی لیدل شوی.

دا هم ولولئ

افریقایۍ ښځه

په یو ځل د ۱۰ اولادونو زېږونکې ښځې خاوند په هغې غټ تور پورې کړ

دوه اونۍ وړاندې د سویلي افریقا څخه یو خبر خپور شوی و، چې یوې ښځې …