کورپاڼه / روغتيا / آیا د بند ګلپي له حیرانوونکو روغتیایی ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د بند ګلپي له حیرانوونکو روغتیایی ګټو څخه خبر یاست؟

روغتیاپالان تل د بې شمېره ناروغیو او د ښې روغتیا لپاره د مېوو او سبزیجاتو په استعمال ټینګار کوي. الله تعالی په ځینو سبزیجاتو ته داسې ځانګړتیاوې ور په برخه کړي چې له پامه یې غورځول زیانمن وي. لکه څنګه چې روغتیا پالان تل په شنو سبزیجاتو ټینګار کوي نو بند ګلپي هم یو له هغه سبزیجاتو له جملې څخه دی چې استعمال کې بې شمېره ګټې لري.

ویل کېږي چې د بند ګلپي په جوړښت کې سلفر، ویټامینونه، منرالونه لري چې نه یوازې له ناروغیو مخنیوی رامنځته کوي بلکې بدني ځواک هم ډېروي. همدغه راز کالوري یې لږه خو پروټین، فایبر، ویټامین کی، ویټامین سي، فولیټ، ویټامین بي، کلسیم او پوتاشیم یې ډېر وي چې د روغتیا لپاره اړین ګڼل کېږي.

له سرطان څخه مخنیوی کوي:

بند ګلپي له ډېرو خوندورو سبزیجاتو له جملې څخه دی چې منظم استعمال یې له سرطان څخه مخنیوی کوي او د لیوپیول، سنګرین او سلفر یې د سرطاني حجرو مخه نیسي.

وزن کموي:

بند ګلپي د هغه کسانو لپاره ډېر ګټور وي چې له غذایي رژیم څخه ګټه اخلي. لکه څنګه چې کلیسترول نه لري او د کالورۍ اندازه یې هم لږه ده، نو د وزن کمولو لپاره ګټور وي. همدغه راز د عصبي سیستم او حافظې لپاره هم ګټور وي.

د پوستکي لپاره:

لکه څنګه بند ګلپي د سلفرو یوه ښه سرچینه ده او استعمال یې د پوستکي غوړ ختموي او د دانو مخنیوی یې کوي.

دغه راز د وینې لوړ فشار سطحه هم کنترولوي او ترڅنګ یې د فایبرو او اوبو شتون د قبض مخنیوی کوي او د هضم سیستم ته ګټور وي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …